رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې الله تعالی فرمایلي دي چې هغه ظلم پر خپل ځان حرام کړی دی او د خپلو مخلوقاتو تر منځه یې هم ظلم حرام کړی دی نو هېڅوک به پر بل ظلم نه کوي. او دا چې ټول مخلوقات له حق لارې څخه بې لارې دي مګر د الله تعالی په هدایت او توفیق سره، او څوک چې د الله تعالی څخه هدایت وغواړي نو هغه ته توفیق ورکوي او هدایت ورته کوي. او دا چې خلک د الله تعالی په نېز غریب دي او هغه ته په خپلو ټولو اړتیاوو کې محتاج دي، او څوک چې له الله څخه وغواړي هغه یې اړتیا پوره کوي او بسنه ورته کوي. دوی د شپې او ورځې ګناهونه کوي، او الله تعالی پرې پرده اچوي او کله چې ترې بنده بخښنه وغواړي نو له ګناهونو څخه یې ورته تېریږي. او دا چې دوی نشي کولی الله تعالی ته زیان ورسوي او یا ورته د څه شي ګټه ورسوي. او دا چې که دوی د یو تر ټولو پاک زړه لرونکي سړي په څېر پاک وو ، نو د الله په پاچاهۍ کې به د دوی تقوی هېڅ زیاتوالی نه و راوستی. او که چېرته دوی د یو بد زړي سړي د زړه په څېر وي، نو د دوی بې لاریتوب به د هغه له ملکیت څخه هېڅ شی نه و کم کړی، ځکه چې دوی کمزوري او الله تعالی ته محتاج دي، په هر حالت، وخت او ځای کې الله تعالی ته اړتیا لري او هغه ذات بډای او پاک دی. او دا چې که د دوی مخکیني او وروستني د انسانانو او پېریانو په شمول په یوه ځای کې ودرېږي او له الله تعالی څخه وغواړي او هغه هر یو ته هغه څه ورکړي چې هغه یې غواړي، نو دا به له هغه څه څخه هېڅ شی کم نه کړي چې د الله تعالی سره دي مګر د یوې ستنې په اندازه چې په دریاب کې ډوبه شي او بېرته راووېستل شي، نو دریاب په هغې سره هېڅ نه کمېږي، دا د هغه د بشپړ بډایتوب له امله. او دا چې الله پاک د خپلو بندګانو اعمال ساتي او د هغوی لپاره یې حسابوي بیا يې د قیامت په ورځ پوره ورکوي، نو چا چې د خپلو کړنو بدله ښه وموندله د الله ستاینه دې ادا کړي چې د اطاعت توفیق یې ورکړی، او چا چې د خپلو کړنو بدله لدې پرته بل څه وموندله نو له خپل نفس پرته دې بل څوک نه ملامتوي ځکه چې نفس یې ورته په بدۍ امر کاوه او دی یې تاوان ته مخ کړی و.