له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې الله تعالی به جنتیانو ته په جنت کې وایي چې: اې جنتیانو، نو هغوی به ورته په ځواب کې ووایي: لبيك ربَّنا وسعديك، یعنې اې ربه! ستا امر منلو ته پرلپسې چمتو یم او په منلو یې خوښ یم. نو هغوی به ورته ووایي: آیا راضي یاست؟ نو هغوی به ووایي: هو راضي یو؛ او ولې به نه راضي کېږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې له خپلو مخلوقاتو څخه دې هېچا ته ندي ورکړي! نو الله پاک به ووایي: آیا لدې څخه غوره څه درنکړم؟ هغوی وویل: اې ربه، له دې څخه به څه غوره وي؟! نو وبه وایي: زه به تل له تاسو خوشحاله یم؛ او هېڅکله به له دې وروسته پر تاسې غصه نه شم.