له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې کافر به څنګه د قیامت په ورځ په مخ راپورته کولی شي؟! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آيا هغه الله چې دی یې پدې دنيا کې په خپلو پښو ودراوه، پدې قادر ندی چې د قيامت په ورځ پر مخ وګرځوي؟! الله پر هر شي قادر دی.