رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هر مؤمن به د قیامت په ورځ خامخا د الله په وړاندې یوازې ودرېږي او دا چې الله تعالی به ورسره له واسطې پرته خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د دواړو تر منځه به کوم ژباړونکی نه وي چې خبرې وژباړي، نو له ډېرې وېرې به ښي او چپ اړخ ته وګوري چې کېدی شي له هغه اور څخه د خلاصون یوه لار ومومي چې مخې ته یې دی. نو کله چې خپل ښي خوا ته وګوري، یوازې هغه نیک عملونه به وګوري چې کړي یې دي، او کله چې خپل کیڼ لور ته وګوري، نو یوازې هغه بد کارونه به وګوري چې وړاندې یې کړي دي، او کله چې خپل مخامخ لورې ته وګوري، نو له اور پرته به بل څه نه ویني، او نه به شي کولای چې لار ترې چپه کړي، ځکه چې مخامخا به د صراط په پله تېرېږي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د خپل ځان او اور تر منځه په صدقې او نیک عمل سره یوه پرده وګرځوئ، که څه هم ډېر لږ شی وي لکه: نیمه خرما.