explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې الله تعالی د خپلو بندګانو شکلونو او جسدونو ته نه ګوري چې آیا ښکلي دي که بدرنګه؟ ایا هغه لوی دي که کوچني؟ یا هغه روغ دي که ناروغه؟ او نه د هغوی مالونو ته ګوري چې ډیر دي او که لږ؟ الله جل جلاله خپل بندګان پدې نه نیسي او نه ورسره پدې شیانو حساب کوي چې دوی پکې یو له بل سره توپیر لري، مګر هغه د دوی زړونو ته ګوري او هغه څه چې د دوی په زړونو کې له تقوا، یقین، صداقت، او اخلاص څخه دي او یا له ځان ښودنې او شهرت څخه او هغه د دوی عملونو ته د سمون او فساد له نظره ګوري؛ نو ثواب او یا جزا پرې ورکوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د زړه اصلاح ته پاملرنه او له هره ناوړه صفت څخه یې پاکوالی.
  • د زړه اصلاح په اخلاص سره کیږي او د عمل اصلاح د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیروۍ سره کیږي، او همدا دواړه - معیارونه - د الله تعالی په نېز د اعتبار وړ دي.
  • انسان باید په ​​​​مال، ښایست، بدن او یا د دې نړۍ په هره ډول ښکلا مغرور نه شي.
  • په ظاهري اصلاح له تکیه کولو څخه ځان ساتل پرته لدې چې باطن اصلاح کړي.