له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د نیکۍ او ګناه په اړه پوښتنه وشوه، نو هغه وفرمایل: د نېکۍ تر ټولو ستر صفت له تقوا سره ښه اخلاق، د خلکو د ضرر زغمل، لږ غصه کېدل، ورین مخ، ښه وینا، خپلوي پالنه، پيروي، مهرباني، نیکي کول، ښه سلوک او ښه ملګرتیا ده. او ګناه هغه ده چې په زړه کې دې ټکه او شکونه پیدا کړي او په اړه یې زړه نازړه شې او سینه دې ځای ورنکړي، او په زړه کې ترې شک او وېره پیدا شي ځکه چې ګناه ده، او نه غواړې ښکاره یې کړې ځکه چې د ښو خلکو له انده ناوړه عمل دی، ځکه نفس په طبیعي توګه غواړي چې خلک یې له ښو کړنو خبر شي، نو کله چې دې نه غوښتل خلک دې پر ځینو کړنو خبر شي نو هغه ګناه ده او خېر پکې نشته.