له شداد بن اوس - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې: دوه خبرې مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړي دي، وایي: «په حقیقت کې الله تعالی په هر څه کې مهرباني فرض کړې ده ، نو کله چې تاسو وژنۍ، په مهربانۍ سره وژل وکړئ، او کله چې تاسو حلاله کوئ، نو په مهربانۍ سره حلاله وکړئ، او که ستاسو څخه یو څوک حلاله کوي نو خپله چاړه دې تېره کړي، او څاروی دې راحت کړي». صحيح دی - مسلم روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی په ټولو شیانو کې نیکي کول فرض کړي دي، او احسان ( نیکي ) : په دوامداره توګه د الله تعالی په عبادت، خلکو ته په خېر رسولو او له مخلوقاتو څخه په ضرر لرې کولو کې د الله تعالی څار دی، لدې جملې څخه په وژلو او حلالولو کې له مهربانۍ څخه کار اخیستل دي. په قصاص اخیستلو کې د وژلو پر مهال نیکي کول: داسې چې د مقتول لپاره تر ټولو اسانه، سپکه او چټکه لاره غوره شي. او په ذبح کې د حلالې پر مهال نیکي کول دا دي چې : د چاړې په تېره کولو سره په څاروي شفقت وشي او د څاروي له مخې چاقو تېره نه شي چې هغه ورته ګوري، او دا چې د نورو څاروو د سترګو وړاندې حلال نه شي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په مخلوقاتو باندې د الله تعالی رحمت او مهربانۍ.
  • په وژلو او حلاله کې نیکي دا ده چې په مشروعه بڼه وشي.
  • د شريعت کمال او هرې ښېګڼې لره یې شاملېدل، چې له جملې څخه یې پر څاروي شفقت او مهرباني ده.
  • د یو چا تر وژلو وروسته د هغه (مُثله) ټوټه کول حرام دي.
  • د هر هغه کار ممانعت چې په هغه کې د څاروي تعذیب کول وي.