explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېدل چې خپل ورور ته یې نصیحت کاوه تر څو له (زیاتې حیا) یعنې شرم کولو څخه ډډه وکړي! نو - رسول الله صلی الله علیه وسلم - ورته څرګنده کړه چې حیا له ایمان څخه ده، او دا چې پایله یې یوازې خیر دی. او حیا داسې یو صفت دی چې - انسان - ښو کارونو ته اړباسي او له بدو څخه یې منع کوي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • هغه څه چې تا د خیر له کارونو څخه منع کوي حیا نه بلل کیږي، بلکې هغې ته خجالت، بې وزلي، بې زړه توب او بزدلي وایي.
  • له الله جل جلاله څخه حیاء د اوامرو په عملي کولو او د حرامو په پرېښودلو سره کیږي.
  • او له خلکو څخه حیاء د هغوی په درناوي او ورته په درنه سترګه کتلو سره کیږي، او له هغه څه څخه په ډډې کولو چې معمولا بد وي.