explain-icon

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: هغه څوک چې پر خلکو رحم نه کوي، د الله تعالى له لوري پر هغه رحم نه کېږي، نو په مخلوق باندې د بنده رحم د الله تعالی د رحمت د تر لاسه کولو له سترو لاملونو څخه دی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • رحمت د ټولو مخلوقاتو لپاره اړین دی، مګر خلک د پاملرنې له امله په ځانګړې توګه یاد شوي دي.
  • الله تعالی ډېر مهربان ذات دی او په خپلو مهربانو بندګانو رحم کوي، نو د کار بدله د هغه له جنس څخه وي.
  • په خلکو ترحم؛ هغوی ته خیر رسولو، له هغوی څخه د بدۍ مخنیوي او له هغوی سره ښه چلند کولو ته شاملیږي.