یو صحابي - رضی الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې هغه ته د داسې یو څه لارښوونه وکړي چې ګټه ورته رسوي، نو هغه ته یې امر وکړ چې غصه مه کوه، یعنې له هغو اسبابو څخه ځان وساته چې د غصې لامل ګرځي، او دا چې د غوصې پر مهال ځان کنټرول کړي، او په وژلو، وهلو، سپکاوي او داسې نورو سره دې خپل قهر ته دوام نه ورکوي. سړي په تکراري ډول د وصیت غوښتنه وکړه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په وصیت کې له "غصه مه کوه". څخه څه اضافه نه کړل".