له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې د خپل ګاونډي درناوی وکړي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نو هغه دې د خپل میلمه پالنه وکړي». صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: هغه بنده چې په الله او د آخرت پر هغې ورځې ايمان لري چې هغې ته به ورګرځي او په هغې کې به د عملونو بدله ورکړل کیږي، نو هغه لره به یې ایمان دې خویونو ته هڅوي: لومړی: ښه وینا: د الله تعالی له حمد او ثنا ویلو څخه، په نیکۍ امر کول، له بدیو څخه منع کول او د خلکو تر منځ روغه کول، که چېرته یې داسې ونه کړل؛ نو غلی دې پاتې شي، له اذیته دې لاس واخلي او د خپلې ژبې ساتنه دې وکړي. دویم: د ګاونډي عزت کول: له هغه سره ښه کول او ضرر ورته نه رسول. دریم: ستا د لیدو لپاره د راغلو میلمنو عزت کول: په ښایسته خبرو، خوړو ورکولو او داسې نورو - کارونو - سره.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان د ټولو نیکیو ریښه ده، او - انسان - ښو کارونو ته اړباسي.
  • د ژبې د آفتونو په اړه خبرداری.
  • د اسلام دين د الفت او عزت دین دی.
  • دا خویونه د ایمان له څانګو څخه دي او د ستاینې وړ اخلاق دي.
  • زیاتې خبرې کول د هغه څه لامل کېدی شي چې ناخوښه او یا منع وي او خوندیتوب په دې کې دی چې له نېکې وینا پرته نورې خبرې ونه کړي.