له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللَّعَّانِ وَلاَ الفَاحِشِ وَلاَ البَذِيءِ».
"مومن پېغور ورکوونکی، لعنت ویونکی، فُحش ویونکی، او بد ژبی نه وي".
صحيح دی - الترمذي روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې پوره ايمان لرونكي مؤمن لره نه ښایي چې د خلکو په نسب کې عیبونه ولټوي او نه دا چې ډېر کنځلې کوونکی او لعنت ویونکی وي او یا بد کاره او یا د پوچې وینا ویونکی وي چې حیا ونه لري.
د حديث له ګټو څخه
په شرعي نصوصو کې د ایمان نفي یوازې په حرامه کړنه او یا د واجب په ترک کیږي.
د اندامونو حفاظت او له بدیو څخه یې ساتنه، په ځانګړې توګه ژبه.
سندي رحمه الله فرمايي: په: (الطعّان، واللعّان) کې د مبالغې په صیغه کې پدې دلالت دی چې څوک د طعن او لعنت مستحق وي نو په لږه توګه یې د نسب پورې بد ویل او یا پرې لعنت ویل باک نه لري او دا کار د مؤمنانو ایمان ته زیان نه رسوي.