explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په نیکۍ کولو ټینګار کړی، او دا چې (څوک) یې سپکه ونه ګڼي که څه هم لږه وي، لکه له یو چا سره په موسکا کې په ورین تندي مخ کېدل، نو مسلمان ته په کار دي چې پاملرنه ورته وکړي؛ ځکه چې پدې کې د یو مسلمان ورور ته سکون ورکول او خوشحالول دي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د مومنانو تر منځ د مينې فضيلت، او په موسکا او ورین تندي سره مخ کېدل.
  • د دې شريعت بشپړتيا او ټول شمولوالي او دا چې دې شریعت په هر هغه څه سره راتګ کړی دی چې د مسلمانانو سمونتیا او یووالی پکې وي.
  • په نیکۍ کولو ټینګار که څه هم لږه وي.
  • د مسلمانانو خوشحالول؛ ځکه چې پدې سره د دوی تر منځ نږدېوالی رامنځته کیږي.