له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بېشکه چې عدل کوونکي به د الله - جل جلاله - په وړاندې د رڼا په منبرونو د رحمن ذات ښي طرف ته وي؛ او د هغه (ذات ) دواړه (بلا کیفه) لاسونه ښي دي، هغه څوک چې په خپل قضاوت، خپلو کورنیو او هغه څه کې عدل کوي چې سرپرستي یې ور ترغاړې ده». صحيح دی - مسلم روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هغه کسان چې د دوی تر امر او قضاوت لاندې د خلکو او د دوی د کورنیو تر منځه په انصاف او رښتینولۍ سره قضاوت کوي نو هغوی به د درناوي په موخه په داسې لوړو او دنګو څوکیو ناست وي چې هغه به له نور څخه پيدا شوي وي. او دا منبرونه ( څوکۍ ) به د رحمان ذات ښي اړخ ته وي، او د هغه پاک ذات دواړه ( بلا کیفه ) لاسونه ښي دي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د عدالت فضیلت او پرې ټینګار.
  • عدالت عمومي دی چې ټولو سرپرستیو او د خلکو تر منځه پرېکړو کولو ته شامل دی، تر دې چې د مېرمنو، اولادونو او داسې نورو تر منځه عدالت کولو ته هم شامل دی.
  • د قیامت په ورځ د عدالت کوونکو د مرتبې بیان.
  • د قیامت په ورځ عمل ته په کتو سره د مومنانو په مرتبو کې توپیر.
  • د هڅونې طريقه د بلنې ( دعوت ) له هغو لارو چارو څخه ده چې بلنه ورکړل شوی پیروۍ ته هڅوي.