explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په وینا او عمل کې مهرباني، نرمي، او مهلت ورکول، چارې ښایسته کوي، بشپړتیا او ښکلا وربخښي، او نږدې ده چې خاوند یې خپله اړتیا پوره کړي. د مهربانۍ نشتوالی شیان عیبجنوي او بدرنګوي یې، او خاوند یې لدې منع کوي چې خپل حاجت پوره کړي، او که چېرته یې پوره هم کړي نو په ډېرې سختۍ سره به وي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • په ځان کې د نرمۍ صفت پيدا کولو ته هڅول.
  • نرمي انسان ښایسته کوي، او په دیني او دنیوي چارو کې د خیر سبب دی.