explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمنانو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د هغوی تر منځ د مینې د پراخولو یو لامل بیان کړی، هغه دا چې که څوک له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه دې خبر کړي چې له هغه سره مینه لري.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د الله تعالی لپاره د پاکې مینې فضیلت، نه د دنیاوي ګټې لپاره.
  • دا غوره ده چې محبوب ته له هغه سره د مینې په اړه ووایاست، ترڅو مینه او محبت زیات شي.
  • د مومنانو تر منځ د مينې خپرول ايماني ورورولي پياوړې کوي او ټولنه له تفرقې او بې اتفاقۍ څخه ساتي.