له ابوهرېرة رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: "زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې غوره اخلاق د کمال تر کچې ورسوم". حسن - امام بخاري په الأدب المفرد کې، احمد او البیهقي روایت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله هغه د دې لپاره رالېږلی، تر څو د اخلاقو فضیلتونه او ښېګڼې بشپړې کړي؛ ځکه هغه صلی الله علیه وسلم د پخوانیو پیغمبرانو د (رسالتونو) بشپړوونکی رالېږل شوی، او د عربو د ښو اخلاقو پوره کوونکی، عربان داسې وو چې خیر به یې خوښاوه او له شر څخه به یې کرکه کوله، د مروت، کرم او شهامت خاوندان وو؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې لپاره رالېږل شوی و، تر څو د هغوی په اخلاقو کې شته نیمګړتیاوې بشپړې کړي، لکه په نسبونو افتخار کول، تکبر، فقیر سپک ګڼل او داسې نور.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • ښو اخلاقو ته هڅوونه، او له بدو اخلاقو منع کول.
  • په اسلامي شریعت کې د ښو اخلاقو اهمیت بیانول او دا چې دا د اسلام له لومړیتوبونو څخه دي.
  • د جاهليت د زمانې خلکو ځینې غوره اخلاق درلودل لکه سخاوت، مېړانه، او نور؛ نو اسلام راغی تر څو دا اخلاق بشپړ کړي.