explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې الله تعالی له خپلو ځینو بندګانو سره مینه لري. چې د هغوی له جملې څخه یو پرهیزګار دی: هغه چې د الله جل جلاله حکمونه مني او د هغه له منهیاتو ډډه کوي. او غني (له نورو مستغني انسان) خوښوي: هغه چې له خلکو څخه یې ځان په الله جل جلاله مستغني کړی وي، له هغه پرته بل چاته توجه نه اړوي. او پټ بنده خوښوي یعنې: عاجز، د خپل رب عبادت کوونکی، هغه څوک چې په هغه څه بوخت وي چې ګټه ورته لري، دا ورته مهمه نه وي چې څوک یې وپیژني او یا يې په خبرو سره وستایي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د ځینو هغو صفاتو بیان چې له امله یې له بنده سره د الله جل جلاله مینه پیدا کیږي او هغه عبارت دي له: تقوا، عاجزۍ او په هغه څه باندې له قناعت څخه چې الله تعالی ورته لیکلي وي.