انس بن مالک رضي الله عنه خبر ورکوي چې ډېر لږ به داسې شوي وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه ویلي وي او یا یې وعظ کړی وي او د دې دوو خبرو یادونه یې نه وي کړي: لومړی: هغه څوک د بشپړ ایمان خاوند کېدلی نه شي چې په نفس کې د یو چا مال، نفس او یا یې کورنۍ ته خیانت ولري. دویم: هغه څوک بشپړ دین نه لري چې تړونونو او ژمنو کې خیانت کوي او ماتوي یې.