رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې جنت ته د ننوتلو لوی لاملونه دوه دي چې هغه عبارت دي له : له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق. نو له الله جل جلاله څخه وېره دې ته وایي چې د الله تعالی د اوامرو په ترسره کولو او د هغه له ممانعتونو څخه د ځان ساتلو لپاره ستاسو او د الله تعالی د عذاب تر منځه وقایه وګرځوي. او ښه اخلاق: چې په ورین تندي، احسان کولو او له ضرر څخه ځان ساتلو باندې کیږي. او دا چې اور ته د ننوتلو ستر لاملونه دوه لاملونه دي چې عبارت دي له: ژبې او شرمګاه څخه. نو د ژبې له ګناهونو څخه: دروغ ویل، غیبت، چغلګري او داسې نور دي. او د شرمګاه له ګناهونو څخه: زنا، لواطت او داسې نور دي.