explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د ایمان په لحاظ تر ټولو کامل انسان هغه دی چې ښه اخلاق ولري او دا کار په ورین تندي، نیکۍ کولو، ښو خبرو او له نورو څخه په ضرر لرې کولو سره کیږي. او تر ټولو غوره مؤمن هغه دی چې د خپلو مېرمنو لپاره غوره وي، لکه د هغه مېرمن، لوڼې، خویندې او خپلوانې. ځکه چې هغوی د نورو په پرتله زیات حق لري چې ښه سلوک ورسره وشي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د ښو اخلاقو فضیلت او دا چې ښه اخلاق له ایمان څخه دي.
  • عمل له ایمان څخه دی او ایمان زیاتیږي او کمیږي.
  • په اسلام کې د ښځو درناوی او له هغوی سره مهرباني کولو ته هڅول.