رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په ټولنه کې هر مسلمان مسؤلیت لري چې باید په غاړه يې واخلي. واکمن د هغه څه د ساتنې مسوول دی چې الله ورسپارلي دي، باید قوانین یې خوندي کړي او له هغه چا یې ساتنه وکړي چې تیری پرې کوي او دا چې د دښمنانو په وړاندې یې مبارزه وکړي او حقونه یې ضایع نه کړي. او هر سړی په خپلې کورنۍ کې مکلف دی چې نفقه ورکړي، ښه ژوند ورسره وکړي، زده کړه پرې وکړي او ادب ور وښیي. ښځه د خپل مېړه په کور کې د هغه د کور د سم مدیریت او د هغه د ماشومانو د پالنې مسووله ده او مسؤولیت یې په غاړه لري. خدمتګار نوکر او مزدور د خپل بادار په هغه مال کې چې په واک کې یې دی د ساتنې او د هغه د خدمت مسوولیت لري. نو ستاسو هر یو د هغه څه ساتونکی دی چې ساتل یې ورتر غاړي دي او هر یو د خپل رعیت مسوول دی.