رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې له یوې څخه زیاتې ښځې ولري او له خپلو مېرمنو سره هغه ډول انصاف نه کوي کوم چې ممکن وي لکه: د دوی تر منځ په لګښت، د اوسېدو ځای، لباس او شپې تېرولو کې مساوات، نو د قیامت په ورځ به یې سزا دا وي چې نیم بدن به یې ځوړند وي، او کږېدل یا ځوړندېدل د هغه د ظلم سزا ده لکه څنګه چې دی په خپله تعامل کې یو طرف ته مایل و.