له رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وشوه چې ښځه پر خاوند څه حق لري؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو کارونو یادونه وکړه لکه: لومړی: له هغې پرته خپل ځان په خوړو سره مه ځانګړی کوه؛ بلکې هغې ته خواړه ورکوه کله چې ته خوراک کوې. دویم: خپل ځان په جامو کولو سره مه ځانګړی کوه، بلکې کله چې جامې اخلې هغې ته یې هم اخله، (یعنې کله دې چې جامې تر لاسه کولې او وس دې و نو هغې ته یې هم واخله). دريم: له سبب او اړتیا پرته باید ونه وهل شي، که چېرته یې د تأدیب په موخه وهلو او یا د ځینو فرایضو د پرېښودلو له امله وهلو ته اړتیا پیدا شوه نو باید داسې ونه وهل شي چې اثر پرېږدي، مخ نه وهل کېږي؛ ځکه چې مخ د بدن په غړو کې لوی (حیثیت) لري او د نورو په پرتله ډېر ښکاره دی، او د درناوي وړ او تنکي غړي پکې دي. څلورم: کنځلې مه کوه او داسې مه وایه چې: الله دې مخ بدرنګه کړه؛ نو بدن څخه یې هېڅ شی بدرنګوالي ته مه پرېږده چې له ښایسته یې وباسي؛ ځکه چې الله تعالی د انسان مخ او بدن ته شکل ورکړی، او هر شی یې ښایسته پيدا کړی، او د پېدایښت بدرنګوالی نعوذ بالله د پیدا کوونکي په مذمت دلالت کوي. پنځم: یوازې په خوب ځای کې ترې ځای جلا کوه او بل لور ته ترې مه اوړه او بل کور ته یې تللو ته مه اړ باسه؛ دا کېدی شي د هغه څه په اړه وي چې د ښځې او خاوند تر منځه عادتا خفګان او پرېکون رامنځته کېږي.