نبي ﷺ یو سړی چې ابن اللُتبیة نومېده، د بني سلیم له قبیلې څخه د زکات راټولولو لپاره وټاکه، نو کله چې مدینې ته راستون شو، له هغه سره یې حسابي وکړه چې څه یې راټول کړي او څه یې لګولي دي، نو ابن اللُتبیة وویل: دا ستاسو هغه مال دی چې ما د زکات څخه راټول کړی، او دا نور ماته ډالۍ شوې دی. نو رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: ولې دې د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناستې تر څو وګورې چې آیا څوک درته ډالۍ درکوي کنه، که چېرته ته په خپله خبره کې ریښتینی یې؛ ځکه دا ډالۍ درته د همدغې دندې له امله درکړل شوي دي، او که په کور کې ناست وای، نو هېڅ شی به درته نه و درکړل شوي؛ نو یوازې د ډالۍ په نوم اخیستل درته روا نه دي. بیا رسول الله ﷺ په غصه منبر ته وخوت او خطبه یې وویله، د الله حمد او ثنا یې ادا کړ، بیا یې وفرمایل: اما بعد: زه له تاسو څخه یو سړی د هغه کار لپاره ګومارم چې الله ماته د زکاتونو او غنیمتونو د چارو واک راکړی، خو هغه له خپل کاره راځي او وایي: دا ستاسو لپاره دي او دا ماته د ډالۍ په توګه راکړل شوي دي! ولې هغه د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناسته تر څو ډالۍ ورته راغلې وای؟ قسم په الله! څوک چې له حقه پرته څه واخلي، د قیامت په ورځ به یې پر غاړه وړي؛ که اوښ وي نو رمباړې به وهي، او که غوا رمباړې به وهي او که پسه وي نو رمباړې به وهي. بیا یې خپل لاسونه دومره پورته کړل چې ناستو خلکو یې د تخرګ سپینوالی ولید، بیا یې وفرمایل: اې الله! ما ستا حکم دوی ته ورساوه. بیا ابو حمید الساعدي رضي الله عنه وویل: دا هغه څه دي چې سترګو یې ولیدل او غوږونو یې واورېدل.