رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې په مسلمانانو به داسې حاکمان وګمارل شي چې د مسلمانانو په مال او نورو دنیاوي چارو باندې به انحصار کوي، په خپله خوښه به یې مصرفوي او له مسلمانانو څخه به پکې د هغوی له حق څخه انکار کوي. او په دیني چارو کې به هم داسې کارونه کوي چې د منلو به نه وي. نو صحابه کرامو رضی الله عنهم پوښتنه وکړه چې: په داسې حالت کې باید څه وکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چې د هغوی دا کار - چې ستاسو مالونه یې ځانته کړل- باید تاسو هغوی ته له غوږ نیولو او واجب اطاعت څخه منع نه کړي، بلکې صبر وکړئ، غوږ ورته ونیسئ او اطاعت یې وکړئ او د واک په سر ورسره شخړه مه کوئ، او تاسو خپل حق له الله څخه وغواړئ او - دعا ورته وکړئ چې الله - یې اصلاح کړي او تاسو د هغوی له شر او ظلم څخه وساتي.