رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې کله جنتیان جنت ته داخل شي نو الله تعالی به ورته ووایي: آیا غواړئ چئ نور څه در زیات کړم؟ نو ټول جنتیان به ووایي چې: آیا زموږ مخونه دې سپین نه کړل؟ آیا موږ دې جنت ته داخل نه کړو او له عذاب څخه دې ونه ژغورلو؟ نو الله تعالی به پرده لرې کړي او پورته به یې کړي؛ د هغه حجاب یا پرده نور دی، نو دوی ته به له دې بل محبوب شی نه وي ورکړل شوی چې خپل رب وویني.