explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک پداسې حال کې مړ شو چې له الله تعالی سره یې شرک نه وي کړی نو ورتګ یې د جنت لورې ته دی، که څه هم د ځینو ګناهونو سزا ورته ورکړل شي او څوک چې پداسې حال کې مړ شو چې له الله تعالی سره یې شرک کړی وي نو اور کې به تل پاتی وي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د توحید فضیلت، او دا چې په دوزخ کې له تلپاتې کېدلو څخه د خلاصون لار ده.
  • بنده ته د جنت او دوزخ نږدېوالی او دا چې د ده او دوی ترمنځه له مرګ پرته بل څه نشته.
  • له لږ او ډیر شرک څخه ځان ساتل، ځکه چې له اور څخه ژغورنه له هغې څخه ځان ساتل دي.
  • د عملونو عبرت په پای سره دی.