له ابو موسیٰ رضي الله عنه نه روایت دی، چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "بېشکه مومن ته په جنت کې داسې یوه خیمه شته چې له صدف (ملغلرې) جوړه شوي وي او داخل یې تش وي، اوږدوالی یې شپیته میل دی، په دې خیمه کې به د مومن لپاره ميرمنې وي، په دوی ټولو به ګرځي، خو یو بل نه ویني". صحيح دی - متفق علیه دی
explain-icon

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم د جنت د ځینو نعمتونو په اړه خبر ورکوي چې مومن ته په جنت کې یوه ستره، پراخه، او خالي منځي خیمه شته چې له یوې صدف دانې جوړه ده، اوږدوالی او پلنوالی یې په اسمان کې شپیته میله دی، په هر اړخ، کونج او څلورو زاویو کې یې ښځې دي چې یوبل به نه ویني، او مؤمن به پرې ګرځي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د جنتیانو د سترو نعمتونو بیان.
  • د جنت د هغو نعمتونو په بیانولو سره نیکو اعمالو ته هڅوونه، چې الله تعالی ورته چمتو کړي دي.