رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې د قيامت په ورځ به مرګ داسې راوستل شي لکه د پسه په څېر چې سپين او تور وي. نو غږ به وکړای شي: اې د جنت خاوندانو! دوی به خپلې غاړې او څټونه راوږده کړي او سرونه به راپورته کړي او ګوري به، نو ورته به ووایي: آیا دا پیژنئ؟ هغوی به ووايي: هو، دا مرګ دی، پداسې حال کې چې ټولو لیدلی او پېژندلی دی. بیا به آواز کوونکی آواز وکړي: اې د اور خاوندانو، نو څټونه او غړۍ به راوږدې کړي، سرونه به راپورته کړي او ګوري به، او و به وایي: آیا دا پېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دی، پداسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و؛ نو حلال به کړای شي، بیا به آواز کوونکی ووایي: اې د جنت اوسېدونکو، د تل لپاره ژوندي اوسئ، مرګ نشته، او ای دوزخیانو، د تل لپاره ژوندي اوسئ، مرګ نشته. دا - وینا - مؤمنانو ته په نعمتونو او کافرانو ته په عذاب کې د زیاتوالي له امله کیږي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لا يُؤْمِنُونَ} [مريم: 39] (او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي او دوى ایمان نه راوړي) نو د قيامت په ورځ به د جنتیانو او دوزخیانو تر منځ جلاوالی راوستل شي او هر يو به خپل ځای ته د تل لپاره ورننوځي. نو بدي کوونکی به په نیکۍ نه کولو پښیمانه شي او کوتاهي کوونکی به هم پښېمانه شي چې ولې یې ښه عملونه زیات ندي کړي.