کله چې دا آیت نازل شو: {ثم لتسألن يومئذ عن النعيم} {بیا په هغه ورځ به له تاسو څخه د نعمتونو په اړه پوښتنه وشي} هغه دا چې: له تاسو څخه به د هغه نعمتونو د شکر په اړه پوښتنه وشي چې الله تعالی تاسو ته درکړي دي، زبیر بن العوام رضی الله عنه وویل: اې د الله رسوله! هغه کوم نعمتونه دي چې په اړه به یې زمونږ څخه پوښتنه کیږي؟! یقینا چې دا خو دوه نعمتونه دي د دې وړ ندي چې په اړه یې پوښتنه وشي؟! چې هغه خرما او اوبه دي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له تاسو څخه به په همدې حالت کې د نعمتونو په اړه پوښتنه وشي چې تاسو په کې یاست، ځکه چې دا د الله تعالی له نعمتونو څخه دوه لوی نعمتونه دي.