له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: "څوک چې ناداره کس (قرضدار) ته مهلت ورکړي او یا ورته له یو څه قرض څخه تېر شي نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د خپل عرش تر سیوري لاندې راولي چې په هغه ورځ د هغه له سیوري پرته بل سیوری نه شته". صحيح دی - الترمذي او احمد روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک قرضدار ته مهلت ورکړي او یا ورته له یو څه قرض څخه تېر شي، نو بدله یې دا ده چې الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د خپل عرش تر سیوري لاندې راولي، په هغې ورځ چې لمر به پکې د بندګانو سرونو ته رانږدې شي او تودوخه به یې پرې زیاته شي. نو هېڅوک به سیوری نه مومي مګر هغه څوک چې الله تعالی په سیوري کړی وي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د الله تعالی پر بندګانو د اسانتیا راوستلو فضیلت او دا چې دا - کار - د قیامت د ورځې له وحشتونو څخه د خلاصون یوه وسیله ده.
  • بدله د عمل له جنس څخه وي ( یعنې چا چې څه وکړل، هغه به ويني).