له معاویه رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: "د قیامت په ورځ به د ټولو خلکو په پرتله موذنان تر ټولو اوږدې غاړې ولري". صحيح دی - مسلم روايت کړی دی
explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د قیامت په ورځ به د موذنانو غاړې تر ټولو اوږدې وي ځکه چې دوی خلک لمانځه ته رابلي، دوی ته دا اجر د دې عزتمند عمل له امله ورکول کېږي او دا چې خېر یې زیات دی، او د عمل اجر یې لوی دی.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • د اذان فضیلت او ورته هڅوونه.
  • د مؤذنانو د درناوي بیان او د قیامت په ورځ یې د مرتبې لوړوالی.