رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپلو اصحابو څخه وپوښتل: آيا پوهېږئ چې مفلس څوک دى؟ هغوی وويل: په موږ کې مفلس هغه څوک دی چې پيسې او توښه ونه لري، هغه وفرمايل: زما له امت څخه د قيامت په ورځ مفلس هغه څوک دی چې د نیکو عملونو لکه لمانځه، روژې او زکات سره راشي، نو (په داسې حال کې به راشي چې) یو ته به یې کنځل کړي وي، او پر بل به یې په ناموس کې تور پورې کړی وي، او د بل مال به یې خوړلی او پرې منکر شوی به وي، او د بل وینه به یې توی کړي وي او ظلم به یې ورسره کړی وي، او بل به یې وهلی او سپک کړی وي، نو مظلوم ته به یې له نیکیو څخه ورکړل شي، که چېرته یې نیکۍ مخکې له دې خلاصې شوې چې د نورو حقونه او ظلمونه پرې خلاص کړي، د مظلوم له ګناهونو به راواخېستل شي او د ظالم په عملنامو کې به وګرځول شي، بیا به په اور کې وغورځول شي، ځکه چې هېڅ نیکۍ به ورته پاتې نه وي.