پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ به لمر مخلوق ته نږدې شي، تر دې چې د هغوی له سرونو سره به د یو میل په اندازه واټن کې شي. تابعي سلیم بن عامر وایي: قسم په الله، زه نه پوهېږم چې له دوو میلونو څخه یې کوم یو مراد دی؟ آیا د ځمکې واټن (یعنې یو میل فاصله)، که هغه میل (سلایي) چې سترګې پرې تورېږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خلک به د خپلو اعمالو له مخې په خولو کې وي؛ ځینې به داسې وي چې خوله یې تر پښو (ښنګرو) پورې وي، ځینې به تر ګونډو، ځینې به تر کوناټو او ازار بند (بډو) پورې وي، او ځینې به داسې وي چې خوله یې تر خولې پورې رسېږي او د خبرو کولو مانع به یې ګرځي. راوي وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس خپلي خولې ته اشاره وکړه.