صحابه کرام رضی الله عنهم له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوه شپه ول چې سپوږمۍ ته یې وکتل، د څوارلسمې شپې سپوږمې وه - نو ویې فرمایل: مؤمنان به خپل رب بې له شکه په رښتینو سترګو ویني پرته لدې چې اشتباه وکړي، پداسې حال کې چې یو بل سره به ټیل ماټیل نه کوي، نه به ستړي کیږي او نه به د هغه تعالی د لیدو پر مهال سختي ګوري. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که ومو کولای شول چې د سهار او مازدیګر له لمونځونو څخه منع کوونکي اسباب له مینځه یوسئ نو دا کار وکړئ، او په خپل وخت سره یې په جماعت سره ادا کړئ، ځکه چې دا کار د الله جل جلاله مخ ته د کتلو له اسبابو څخه دی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: (وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ) (او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې).