رسول الله صلى الله عليه وسلم د جنتيانو او دوزخيانو د ځينو ځانګړتياوو په اړه فرمايي. د جنت اکثره خلک به: "هر ضعیف او عاجزه انسان وي" یعنی: هغه چې الله تعالی ته خاکساري او عاجزي کوي، خپل ځان یې د هغه په وړاندې ذلیله کړی وي، تر دې چې ځینې خلک یې کمزوری او سپک ګڼي، په داسې حال کې که چېرته همدا د الله تعالی په وړاندې عاجزه انسان په الله تعالی د هغه د سخاوتمندۍ په تمه قسم یاد کړي، نو الله تعالی به یې قسم محقق او هغه غوښتنه به یې پوره کړي چې ده پرې قسم یاد کړی او دعا به یې قبوله کړي. او ډېری د اور خاوندان هغه انسانان دي چې زیږ او سخت جګړه مار وي، او یا هر هغه بد فعله انسان چې هېڅ خېر ته غاړه نه ږدي، هغه کبرجن، زیات خوراکي، د غټ جسم خاوند چې د تګ پر مهال په کبر او غرور سره ګرځي، بد خویه، او حق نه منونکی وي، او تل نورو ته په سپکه ګوري.