رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو ملګرو سره په یوه مېلمستیا کې و، نو د پسه لاس ورته کېښودل شو، حال دا چې د (مال) دا برخه یې ډېره خوښېده، نو یوه مړۍ یې ترې په غاښونو بېله کړه بیا یې ورته وینا وکړه او ویې فرمایل: زه د قیامت په ورځ د آدم د اولادې سردار یم؛ د هغه نعمت له مخې چې الله تعالی یې راکوي. بیا یې وفرمایل: آیا پوهېږئ چې ولې؟ بیاېې وفرمایل چې: خلک به یوې پراخې، برابرې او یو مخ اوږدې ځمکې ته راټول کړی شي، څوک چې پدې ځای کې وي بلونکی د هغوی غږ اوري او کتونکي ته ټول ښکاري چې هېڅ شی یې ترې پټ نه پاتې کېږي؛ ځکه چې ځمکه یو برابر ده، داسې ځای پکې نشته چې څوک پکې د کتونکي له دید څخه پټ پاتې شي، او ټول به د لیدو وړ وي، یعنې که یو یې خبره وکړي، نو وروستی یو به ئې اوري، او سترګي به یې ګوري، (پدې ورځ) به لمر د یوې نیزې په اندازه خلکو ته نږدې شي، له دومره غم او کړاو سره به مخ شي چې زغملی به یې نه شي او نه به یې توان لري، نو په شفاعت سره به د خلاصیدو په لټه کې شي. د ایمان خاوندانو ته به الله تعالی په زړه کې راولي چې د انسانانو پلار آدم ته ورشي، نو هغه ته به ورشي او فضیلتونه به یې بیان کړي چې کېدی شي د الله تعالی پر وړاندې یې شفاعت وکړي، هغه ته به ووایي: ته د انسانانو پلار یې، الله په خپلو لاسونو پېدا کړی یې، خپلې ملایکې یې تاته په سجده کړي او د هر شي نوم یې درښودلی دی، په تا کې یې له خپل روح څخه پو کړی دی، نو هغه به عذر وړاندې کړي او وبه وایي: زما رب نن دومره غصه شوی چې لدې وړاندې داسې ندی غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، بیا به د خپلې تېروتنې یادونه وکړي، هغه دا چې الله تعالی له یوې ونې منع کړی و چې خوراک به ترې نه کوي خو ده ترې خوراک وکړ، او وبه وایي: زه په خپله شفاعت ته اړتیا لرم چې راته وشي، زما پرته بل چاته لاړ شئ، نوح ته لاړ شئ. نوح ته به ورشي؛ ورته به ووایي: ته لومړی رسول یې چې الله د ځمکې خلکو ته لېږلی یې، او الله تعالی په شکرکوونکی بنده سره یاد کړی یې، خو هغه به عذر وړاندې کړي چې: الله تعالی نن ورځ دومره غصه شوی چې لدې وړاندې داسې نه دی غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، او یقینا چې هغه یوه (قبوله شوې) دعا درلوده، خو هغه خپل قوم ته خېرا وکړه، نو زه خپله شفاعت ته اړتیا لرم چې راته وشي، زما پرته بل چاته ورشئ، ابراهیم ته ورشئ. نو ابراهیم ته به ورشي ورته به ووایي: ته په ځمکه کې د الله خلیل (خاص دوست) یې، موږ ته دې خپل رب ته شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟ هغه به ورته ووایي: زما رب نن دومره غصه شوی چې لدې وړاندې هېڅکله دومره ندی غصه شوی او نه به لدې وروسته دومره غصه شي، او یقینا چې ما درې ځلې دروغ ویلي؛ هغه دا دي چې: زه ناروغ یم، او بله یې دا وینا چې: دا کار خو د دوی مشر کړی دی (بتان ماتول) او خپلې مېرمنې سارا ته یې دا وینا چې خبر یې کړه چې زه دې ورور یم، تر څو یې له شر څخه بچ شي. خو په حقیقت کې دا درې واړه ویناوې داسې دي چې موخه ترې بل څه وي، خو کله یې چې ظاهري بڼه د دروغو ده نو ویې غوښتل خپله عاجزي ښکاره کړي او وښيي چې د دې وړ ندی چې نورو ته شفاعت وکړي؛ ځکه څوک چې الله ډېر پېژني او هغه ته د مرتبې له اړخه نږدې وي نو په همغومره کچه یې له هغه څخه ویره زیاته وي، او وبه وایي: زه په خپله د شفاعت مستحق یم چې راته وشي، زما پرته بل چاته لاړ شئ، موسی ته لاړ شئ. نو موسی ته به ورشي ورته به ووایي: ای موسی! ته د الله رسول یې، الله تعالی تاسره په خبرو کولو او تاته په رسالت درکولو فضیلت درکړی، موږ ته د خپل رب پر وړاندې شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! هغه به ووایي: زما رب نن دومره غصه شوی چې لدې وړاندې داسې نه و غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، او یقینا چې ما یو نفس وژلی دی، حال دا چې ماته یې د وژلو امر نه و شوی، زه خپله د شفاعت اړ یم چې راته وشي، زما پرته بل چا ته لاړ شئ، عیسی بن مریم ته لاړ شئ. نو عیسی ته به ورشي ورته به ووایي: ای عیسی! ته د الله رسول یې، د هغه کلمه یې چې مریمې ته یې وسپارله او د هغه له خوا روح یې، تا د کوچنیوالي پر مهال په زانګو کې د خلکو سره خبرې کړي دي، موږ ته د خپل رب پر وړاندې شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! هغه به ووایي: زما رب نن دومره غصه شوی چې له دې وړاندې داسې نه دی غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، هغه د خپلې کومې تېروتنې یا ګناه یادونه ونه کړه، (وبه وایي) زه په خپله د شفاعت مستحق یم چې راته وشي، زما پرته بل چاته لاړ شئ، محمد - صلی الله علیه وسلم - ته لاړ شئ. نو محمد صلی الله علیه وسلم ته به ورشي ورته به ووایي: ای محمد! ته د الله رسول او وروستی پېغمبر یې، الله تعالی ستا مخکني او وروستني ګناهونه بخښلي دي، موږ ته د خپل رب پر وړاندې شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! نو زه به د عرش لاندې ځای ته راشم او خپل رب ته به په سجده پریوځم، نو الله تعالی به راته د خپلو ستاینو او ښایسته ثنا ویلو (دروازه) پرانیزي، یعنې دومره ثنا او ستاینه به یې وکړم چې زما څخه وړاندې به بل چا نه وي کړي، بیا به وویل شي: ای محمده! سر پورته کړه، وغواړه درکول کېږي، شفاعت وکړه؛ شفاعت دې قبلېږي، نو سر به پورته کړم ، وبه وایم: زما امت ای ربه، زما امت ای ربه، زما امت ای ربه، نو شفاعت به یې ومنل شي. او ورته به وویل شي: ای محمده! د خپل امت څخه دې بې شمېره خلک د جنت له ښۍ دروازې څخه ننباسه، حال دا چې دوی به د نورو سره په نورو دروازو کې د ننوتلو برخه هم ولري. بیا یې وویل: قسم په هغه ذات چې زما نفس یې په لاس کې دی چې د جنت د دوو دروازو د څنډو تر منځه دومره واټن دی لکه د مکې او صنعاء او یا د مکې او د شام د بصرا تر منځه؛ کوم چې د حوران ښار دی.