رسول الله صلى الله عليه وسلم د قيامت په ورځ له خپل مومن بنده سره د الله تعالی د پټ ملاقات په اړه فرمایي: د قيامت په ورځ به مؤمن خپل رب ته ورنږدې کړای شي، هغه به پرې خپله پرده واچوي او د محشر له خلکو به یې پټ کړي تر څو یې له هغه پرته بل څوک په راز پوه نه شي، نو ورته به ووایي: آیا فلانۍ او فلانۍ ګناه پېژنې، نو پر هغو ګناهونو به یې قانع کړي چې د ده او د رب تر منځه یې دي. هغه به ووایي: هو اې رب . تر دې چې مسلمان ووېرېږي، نو الله پاک به ورته ووایي: ما درباندې په دنیا کې پرده اچولې وه او زه یې نن درته بخښم، نو د نېکیو عملنامه به یې ورکړل شي. او کوم چا کافران او منافقان دي، نو د خلکو په حضور کې به پرې غږ وشي چې: همدا هغه كسان دي چې پر خپل رب يې دروغ تړلي وو، واورئ پر ظالمانو دې لعنت د الله وي.