یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د خپلو غلامانو له کړنو څخه یې ورته شکایت وکړ او دا چې هغوی ورته په خبرو کې دروغ وایي، په امانت کې ورسره خیانت کوي، په کارونو کې ورسره دوکه کوي، او امر یې نه مني، او دی ورته کنځل کوي او وهي یې تر څو په ادب شي، نو د قیامت په ورځ یې د خپل حال په اړه ترې پوښتنه وکړه؟ نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هغه څه حساب ورسره کیږي چې تا سره یې خیانت کړی، ستا نافرماني یې کړې او دروغ یې درته ویلي دي او ستا جزا چې هغوی ته دې ورکړې ده هم حسابیږي، نو که چېرته د جزا اندازه د هغوی له ګناه سره برابره شوه، نو ستا پرې هېڅ نشته او نه د هغوی پر تا څه شته، او که چېرته ستا جزا د هغوی له ګناه څخه لږه وه، نو ستا لپاره فضیلت او په اجر کې زیاتوالی دی، او که چېرته ستا جزا د هغوی له ګناه څخه زیاته وه نو جزا به درکړل شي، او زیاتوالی به درڅخه واخیستل شي او هغوی ته به ورکړل شي، نو سړی په څنډه شو او په لوړ غږ یې ژړل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا ته د الله کتاب نه لولې - چې فرمایي - {ونضع الموازين القسط ليوم القيامة فلا تُظلم نفسٌ شيئًا، وإن كان مثقال حبة من خردل أتينا بها وكفى بنا حاسبين} [الأنبياء: 47]، یعنې: ( او د قیامت په ورځ به مونږ ډېرې د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو) او تلې به د خلکو تر منځه د انصاف لپاره کېښودل شي، نو سړي وویل: قسم په الله اې د الله رسوله! زه د خپل ځان او هغوی لپاره لدې هېڅ شي غوره نه مومم پرته لدې چې هغوی له ځانه څخه جلا او پرېږدم، زه تا ګواه ګرځوم چې هغوی ټول د الله د رضا لپاره آزاد دي، د حساب عذاب له وېرې.