رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې د قيامت له لويو نښو څخه يوه دا ده چې لمر به د ختيځ پر ځاى له لوېديځ څخه راوخېژي او كله یې چې خلک وويني نو ټول به ايمان راوړي. نو دا مهال به بیا کافر ته د هغه ایمان ګټه ونه رسوي او نه به نیک عمل یا توبه ګټه ولري. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې قیامت به ناڅاپه راځي؛ تر دې چې پداسې حال کې به قیامت راشي چې خلک به د خپل ژوند په - عادي - چارو کې بوخت وي؛ نو پداسې حال کې به قيامت شي چې پلورونکي او پېرودونکي په خپلو منځونو کې خپل کالي خپاره کړي وي، نو نه به يې خرڅ کړي او نه به یې راټول کړای شي، او پداسې حال کې به قیامت شي چې یو سړي به د خپلې اوښې شېدې په لاس کې نیولي وي نو وبه یې نه څښي، او پداسې حال کې به قیامت شي چې یو سړي به د اوبو ډنډ جوړ کړی او اخېړ کړی وي نو اوبه به ترې ونه څښي، او پداسې حال کې به قیامت شي چې یو سړي به مړۍ خولې ته پورته کړي وي تر څو یې وخوري خو وبه یې نه خوري.