explain-icon

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې قیامت تر هغه پورې نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به په یو قبر تېر شي نو ارمان به وکړي چې کاشکې د مړي پر ځای وای، او لامل به یې په خپل ځان وېره وي چې هسې نه د باطل او د باطل پرستو د بریا او د فتنو، ګناهونو او منکراتو د څرګندېدو په صورت کې ترې دین لاړ نشي.

explain-icon

د حديث له ګټو څخه

  • دې ته اشاره چې په وروستۍ زمانه کې به ګناهونه او فتنې راڅرګندې شي.
  • په ځان ساتلو ټېنګار او په اېمان او نیک عمل سره مرګ ته تیاری، او د فتنو او امتحان له ځایونو څخه لرې پاتې کېدل.