ابن عمر رضي الله عنهما یادونه کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له اوږې ونیو- اوږه د مټ او ولي یو ځای کوونکې برخه ده - او ورته یې وویل: په دنیا کې داسې اوسه لکه ته چې پردی یې، داسې یو ښار ته تللی یې چې د اوسېدو لپاره پکې کور نه وي، او نه پکې داسې اوسېدونکی وي چې پرې ډاډه شې، له کورنۍ، اولادونو او اړیکو نه خالي ځای وي؛ کوم چې د خالق تعالی نه د بوختیا لامل دي، بلکې له پردي نه هم ور آخوا اوسه لکه لاروی چې خپل هېواد ته په لاره روان وي ځکه چې کېدی شي پردی په بېګانه هېواد کې اووسیږي او هغه یې استوګن ځای شي، د لاروي پر خلاف چې هېواد ته یې په لاره وي، ځکه هغه داسې وي چې تم کیږي خو ودریږي نه، او ټینګار یې پر دي وي چې خپل وطن ته ورسیږي، نو لکه څنګه چې مسافر دومره څه ته اړتیا لري چې تر کوره یې ورسوي، همدارنګه مؤمن هم په دنیا کې دومره څه ته اړتیا لري چې خپل مقصد ته یې ورسوي. نو ابن عمر پر دې نصیحت عمل وکړ او ویل به یې: کله دې چې سبا کړ نو د بیګا انتظار مه کوه، او کله دې چې بیګا کړ نو د سبا انتظار مه کوه، او ځان دې په هدیرو کې د مړو په څېر وشمېره، او ځکه چې عمر له روغتیا او ناروغتیا خالي نه وي. نو له ناروغتیا وړاندې په عبادت سره بیړه وکړه، او روغتیا د نیکو عملونو لپاره غنیمت وګڼه؛ وړاندې له دې چې ستا او د روغتیا تر منځه واټن رامنځته شي، او په دنیا کې ژوند غنیمت وګڼه، نو هغه څه پکې راټول کړه چې له مرګ نه وروسته درته ګټه ورسوي.