رسول الله صلى الله عليه وسلم د شيانو په اړه عمومي قاعده بیان کړې ده، چې په شريعت كې - شیان - په دريو برخو وېشل شوي دي: ښكاره حلال، ښکاره حرام او مشکوک شیان چې د حلال او یا حرام حکم یې څرګند ندی، او ډیری خلک یې له حکم څخه ناخبره دي. نو چا چې هغه مشکوک شیان پرېښودل، له حرامو څخه په لرې پاتې کېدلو سره یې دین وساتل شو، او ابرو او عزت یې هم د خلکو له خبرو څخه خوندي پاتې شو، ځکه چې له هغه څه نه یې ځان ساتلی چې کول یې خلک عیب ګڼي. او څوک چې له مشكوكو کارونو څخه ډډه ونكړي، نو يا خو به په حرامو كې واقع شي، او یا دا چې عزت به یې د خلکو له خبرو څخه خوندي پاتې نه شي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا بېلګه بیان کړه چې شکمن کارونه کوي چې مثال یې د هغه چوپان په څېر دی چې خپله رمه د یو چا د ساتل شوي فصل خواوشا څروي، نو شوني ده چې رمه په نوموړې کرونده ورګډه شي، ځکه چې ورته نږدې ده، نو همدا مثال د هغه چا دی چې شکمن کارونه کوي، ځکه هغه پدې سره حرامو ته نږدې کیږي نو شوني ده چې په حرامو کې واقع شي. ورپسې رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې (د انسان) په بدن کې د غوښې یو ټوټه ده (چې هغه زړه دی) په روغ پاتې کېدلو سره یې بدن روغ وي او په فاسد کېدلو سره یې فاسدیږي.