رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی او د هغه چا په اړه یې ترې پوښتنه وکړه چې غزا او جهاد ته د دې لپاره وځي چې د الله تعالی نه اجر غواړي او لیوالتیا لري چې ستاینه یې وشي او خلک پرې ښه ووایي، نو آیا د ده لپاره اجر شته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې وفرمایل: هغه ته هېڅ اجر نشته، ځکه چې په نیت کې یې د الله تعالی سره بل څوک شریک کړی، نو هغه سړي درې ځلې خپله پوښتنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وكړه او رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته ځواب وركړ او په خپل ځواب یې ټینګار وکړ؛ چې هغه ته هېڅ اجر نشته، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په وړاندې د عمل د قبلېدو له قاعدې څخه خبر کړ چې: الله تعالی هېڅ عمل نه قبلوي مګر دا چې ټول د هغه لپاره وي، پرته له دې چې بل څوک په کې شریک کړي، او دا چې باید د الله تعالی د رضا لپاره وي.