رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې عملونه شپږ ډوله دي او خلک څلور ډوله دي، او هغه شپږ عملونه دا دي: لومړی: څوک چې پرته له دې چې له الله تعالی سره څه شریک جوړ کړي مړ شي، جنت ورته واجب دی. او دویم: څوک چي په داسې حال کې مړ شي چې له الله سره يې شرک کړی وي، هغه ته اور واجب شو او تل به پکې وي. او دا دواړه واجبوونکي دي. او دريم: هغه نیکي چې - یوازې - نیت یې شوی وي، نو چا چې د نیک عمل نيت وکړ او په خپل نيت کې رښتينی و، تر دې چې هغه يې په زړه کې محسوس کړ او الله تعالی د هغه پدې نيت پوه شو خو بیا ورته یو کار رامخې ته شو چې له امله یې نوموړی عمل تر سره نه کړای شو، نو د هغه لپاره پوره نیکي لیکل کیږي. څلورم: هغه بد عمل چې تر سره شوی وي؛ نو چا چې بدي وکړه، د هغه لپاره به یوه بدې ولیکل شي. او دا هغه دوه عملونه دي چې سر په سر دي او زیاتوالی پکې نشته. پنځم: یوه نیکي چې د لسو نېکیو سره برابره ده، دا هغه څوک دی چې د نیکۍ نیت یې کړی وي او نیکي یې تر سره کړی وي، نو د ده لپاره لس نیکۍ لیکل کیږي. شپږم: یوه نیکي د اوو سوو نېکیو سره برابره ده، او څوک چي یو ځل د الله په لاره کې انفاق وکړي، نو دا نیکي ورته اووه سوه نیکۍ لیکل کیږي، او دا د الله تعالی له فضل او سخاوت څخه دي په خپلو بنده ګانو. او کوم چې څلور ډوله خلک دي نو په لاندې ډول دي: لومړی: هغه څوک دی چې په دنیا کې یې رزق پراخه وي، په نعمتونو کې وي، څه چې وغواړي هغه پکې مومي، مګر په آخرت کې به پرې تنګستیا وي او تګ به یې د دوزخ لورې ته وي، دا هغه کافر دی چې شتمن وي. او دویم: هغه څوک دی چې په دنیا کې پرې د رزق تنګستیا وي، خو په آخرت کې پرې پراخي وي او منزل یې جنت دی، دا غریب مؤمن دي. او دریم: هغه دی چې په دنیا او آخرت دواړو کې پرې تنګستیا وي، چې دا فقیر کافر دی. او څلورم هغه څوک دی چې په دنیاو او آخرت دواړو کې پرې پراخي وي، چې دا مالداره مؤمن دی.