رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپل تره ابو طالب څخه په داسې حال کې چې د مرګ په سختیو کې و، وغوښتل چې: (لا اله الا الله) ووایي تر څو ورته د قيامت په ورځ شفاعت وکړي، او په اسلام یې ګواهي ورکړي، هغه د شهادت له کلمې څخه لدې وېرې انکار وکړ چې قریش به یي وکنځي او په اړه به یي ووايي چې: هغه د مرګ او کمزورۍ له وېرې اسلام راوړ! نو نبي صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: که چېرته داسې نه وای نو خامخا به مې د شهادت په ویلو سره ستا سترګې یخې کړې وې، او ته به مې ستا مراد ته رسولی وی تر دې چې ته راضي شې! نو الله تعالی هغه آیت نازل کړ چې پدې دلالت کوي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم اسلام ته د توفیق د هدایت واک نه لري، بلکې الله تعالی یوازې هغه ذات دی چې د توفیق هدایت چاته ور په برخه کوي، او پيغمبر صلی الله علیه وسلم خلک په دلالت، بیان، لارښوونې او بلنې سره خلک نیغې لارې ته رابلي.