رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی حق پر بنده ګانو او د بندګانو حق پر الله تعالی باندې بیانوي، او دا چې د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې یوازې د هغه عبادت وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي. او دا چې د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغو موحدینو ته عذاب ورنه کړي چې د هغه سره هیڅ شی نه شریکوي. بیا معاذ وویل: اې د الله رسوله! آیا خلکو ته - پدې خبره - زیری ورنه کړم تر څو خوشحاله شي او - د الله تعالی پدې فضل باندې - یو بل ته زیری ورکړي؟ نو پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - لدې ویرې منع کړ چې خلک به په همدې تکیه وکړي.