معاذ بن جبل رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو غږ یې ورته وکړ چې اې معاذه؟ درې ځلې یې ورته په تکرار سره غږ وکړ؛ د هغه څه د ارزښت له امله چې ورته یې وییل. او معاذ رضي الله عنه به په هر ځل ځواب ورکاوه چې (لبیک یا رسول الله و سعدیک) یعنې اې د الله رسوله ستاسو بلنه مې په پرلپسې توګه منلې ده، او ستاسو په بلنه خوښ یم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې هېڅوک داسې نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې دروغ پکې نه وي چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته، او دا چې محمد د الله رسول دی، نو که چېرته پدې حالت کې مړ شو، الله تعالی به یې په اور حرام کړي. نو معاذ رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه چې خلکو ته پدې خبره خبر ورکړي تر څو خوشحاله شي او زیری پرې ورکړي؟. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېرېد چې هسې نه خلک په همدې خبرې تکیه وکړي نو عملونه به یې کم شي. نو معاذ هېچاته ونه وییل مګر د مرګ د رارسېدو پر مهال؛ تر څو د علم په پټولو سره ګناهکار نه شي.