له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د سترو ګناهونو په اړه پوښتنه وشوه، نو ويې فرمايل: په دواړو کې تر ټولو لویه ګناه شرک دی، چې له الله جل جلاله سره په الوهیت، ربوبیت، د هغه په نومونو او صفتونو کې یو څوک د هغه په څېر او یا یې په مثل وګڼې، او دا ګناه له توبې پرته الله تعالی نه بخښي، او که چېرته یې تر سره کوونکی پرې مړ شو نو په اور کې به تل پاتې وي. بیا دا چې یو سړی خپل اولاد لدې وېرې ووژني چې خوراک به ورسره وکړي، او د نفس وژل حرام دي، خو ګناه یې هغه وخت لوییږي، کله چې وژل شوی د وژونکي خپلوان وي، همدا رنګه یې ګناه هغه مهال ډېره لوییږي کله چې قاتل لدې وېرې قتل وکړي چې هغه به ورسره په د الله جل جلاله په روزۍ کې شریک شي. بیا دا چې یو سړی د خپل ګاونډي له میرمنې سره زنا وکړي، او هڅه یې دا وي چې د خپل ګاونډي میرمن دوکه کړي ترڅو ورسره زنا وکړي او د ځان تابع یې کړي، او زنا حرامه ده، خو هغه مهال یې ګناه ډېره لوییږي کله چې هغه زنا شوې ښځه د ګاونډي میرمن وي، حال دا چې د ګاونډي په اړه شریعت ټینګار کړې ده چې باید احسان، نیکي او ښه ملګرتیا ورسره وشي.